اروپايي اتحاديه: دافغانستان لپاره ۱۴۳ ميلونه ايرو نوي بوديجه اعلان کړه

د اروپايي اتحاديه استازي په تورخم کي د کډوالو سره کتلي.

د اروپايي اتحاديې استازي، چي کابل ته راغلي، نن تورخم ته تللي او هلته یې د پاکستان څخه د راغلو افغان مهاجرو ستونزي اورېدلي او د خپلو ادارو څخه یې ليدنه کړې.

د افغانستان لپاره د اروپايي اتحاديې شارژادفيره پر خپلو ايکس پاڼه ليکي، چې ۱۴۳ ميلونه يورو نوې بوديجه يې د افغانستان کډوالو، روغتيا، د هرات د زلزله ځپلو سره اعلان کړې، چي ډېر ژر به د بشري مرسته کوونکو ادارو له لوري ورسيږي.