اروپايي اتحاديه د نشه يي توکو پر ضد د مبارزې په برخه کي د افغانانو ملاتړ کوي

د نشه يي توکو په وړاندي د مبارزې د نړۍوالي ورځي په مناسبت د پنج شنبې په ورځ د افغانستان له پاره د اروپايي اتحاديي استازولۍ پر خپله ايکس پاڼه باندي ليکلي دي، چي د خپلو شریکانو سره د نشه یي توکو د تقاضا د کمولو او پایښت لرونکي معیشت د تأمین له پاره همکاري کوي او په دغه برخه کي به د افغانان دوامداره ملاتړ ته دوام ورکوي.
اروپايي اتحادیې د غه راز زیاته کړې، چي د نړۍوال روغتیايي سازمان او نورو بنسټونو له لاري د ۲۶ میلیون ډالرو مرسته د افغانانو سره د دې اتحادیې اراده ښي: «موږ په زرګونو افغان وګړو سره د روږدتیا او رواني اختلالاتو پر وړاندې د مبارزې له پاره مرسته کوو، ترڅو هغوی پیاوړي سي او د ټولني او هيواد د اقتصاد له پاره ګټور کار تر سره کړي.»