اروپايي اتحادیې ته د تللیو کډوالو شمېر کم سوی خو لا هم ډېر افغانان اروپا ته روان دي

د اروپایي اتحادیې د سرحدي ادارې د راپور له مخي، په ۲۰۲۴ کال کي د ورتېر کال په پرتله اروپا ته د رسیدلو کډوالو شمېر ۳۸ سلنه کم سوی خو لا هم دې اتحادیې ته په ورغلیو کډوالو کي تر ټولو ډېر شمېر د افغانانو او بیا سوریه والو دی.
د اروپایي اتحادیې د سرحدي ادارې په دې راپور کي د ۲۰۲۴ کال په ترڅ کي د هغو افغان کډوالو دقیق شمېر نه دی ښودلی چي د اروپایي اتحادیې هیوادونو ته داخل سوي دي.
د راپور له مخي، په غیرقانوني ډول اروپا ته د مهاجرت د عمومي کمښت لوی دلیل د مرکزي مدیترانې له لاري ۵۹ سلنه کمښت دی، چي دا وضعیت له تونس او لیبیا څخه د خلکو د کډواله کېدو د کموالي له کبله دی.
راپور ښيي چي په ۲۰۲۴ کال کي اروپایي اتحادیې ته د رسیدلو کډوالو شمېر له ۲۰۲۱ کال راهیسي تر ټولو ټیټي کچي ته رسېدلی.
سره له دې، د بیلاروس او روسیې له لارې اروپا ته د مهاجرت کچه ۱۹۲ سلنه لوړه سوې او ۱۷ زره کسانو ته رسېدلې ده.