د افغانستان له پاره د اروپايي ټولني دفتر د اوبو د نړۍوالي اوونۍ په وروستیو کي په راپور کي ويلي، چي په افغانستان کي د اوبو زېرمي ورځ تر بلي ختمېږي او دغه هيواد د اوبو په برخه کي د ستر بحران سره مخ دئ.
په راپور کي ويل سوي، چي په افغانستان کي د اوبو کمښت يوه حياتي مسئله ده. د راپور په حواله چي افغانان په ياده برخه کي لاس نيوي او ملاتړ ته اړتيا لري.
په افغانستان کي د اروپايي ټولني دفتر ويلي، چي په افغانستان کي د اوبو د کمښت د ستونزي سره د مبارزې له پاره ژمن دئ. د يادي ادارې په وينا چي په ټول افغانستان کي د خپلو همکارانو سره په فعاله توګه د اقلیم بدلون د تطابق، کرني، روغتیا، د خوړو خوندیتوب او د بېرته راستنېدونکو او کورنیو د ملاتړ په برخه کي کار او د افغانانو ملاتړ کوي.