د اروپايي ټولني استازي ویرونیکا بوشویک د اقتصاد وزارت له سرپرست قاري دین محمد حنیف سره په لیدنه کي ویلي چي، له افغانستان سره ۱۰۰ ملیونه ډالره مرسته کوي.
دغه وزارت نن (پنج شنبه) په یوه خبرپاڼه کي ویلي چي، دا پیسې به پر بشري او پراختیايي مرستو ولګول سي.
دا خبر داسي مهال ورکول سوی چي، تر دې وړاندي هم یادي ټولني له روغتیا نړیوال سازمان (W.H.O) سره د افغانستان له پاره ۱۳ ملیونه یورو مرسته ځانګړې کړي وه