اروپايي ټولنه وایي، افغانان له شدید انساني او بشري حقونو له ناورین سره مخامخ دي

اروپايي ټولي خبرداری ورکړی چي په افغانستان کي د بشري حقونو روان وضعیت او انساني کړکېچ به په افغانستان کي په ځانګړي ډول ښځو او نجونو لپاره ویجاړونکي پایلي لري.
د کډوالو په چارو کي د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ (یو ان اچ سي ار) د دایمي کمېټې د ۹۲مي غونډي په بیان کي د دغه اتحادیې غړو هیوادونو د افغانستان د وضعیت په اړه د ژوري اندېښنې په څرګندولو سره ویلي، د دغه هیواد خلک لا هم له سخت انساني او د بشري حقونو له کړکېچ سره مخ دي.
دا په داسي حال کي ده چي یو شمېر افغان ښځي او نجوني هم وایي، چي د یوې ټولني د نیمایي برخي محرومول د هغه ټولني د پرمختګ مخه نیسي.
پر افغانستان د طـ.البانو له بیا واکمنېدو وروسته، د دوی حکومت ښځي او نجوني د زده کړو او کار په ګډون له خپلو بنسټیزو حقونو بې برخي کړي دي.
اروپايي ټولني په خپل دې بیان کي ښووني او روزني، روغتيايي خدمتونو او باثباته ژوند ته د افغان کډوالو د لاسرسي پر اهميت هم ټينګار کړى دى.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *