اروپايي ټولني او د منځنۍ اسیا د هیوادونو مشرانو په افغانستان کي نجونو ته د زده کړو د شرایطو په رامنځته کولو ټنیګار کړی دی او له طـ.البانو یې غوښتي چي د هغوی د زده کړو حق ورکړي.
د دغو هېوادونو مشرانو پرون د ازبکستان په سمرقند ښار کي تر غونډي وروسته په یوې اعلامیه کي ویلي، اړتیا ده د ټولو افغانانو په ځانګړي توګه د ښځو او نجونو اساسي او بشري حقونه ورکړل سي.
په اعلامیه کي په افغانستان کي د یو ټول ګډونه حکومت پر جوړیدو هم ټنیګار سوی دی.
که څه هم طـ.البان وايي، حکومت يې ټول شموله دی، خو د دوی د مخالفانو په ګډون، نړیواله ټولنه ورسره په دې ادعاده کي همږغې نه ده.
نړیوالي ټولني د طـ.البانو د حکومت د رسمیت پیژندو لپاره افغان ښځو او نجونو ته د بشري حقونه ورکړه او د ټول ګډون حکومت رامنځته کولو شرطونه ایښي دي.