ټاکل سوې چي دا مرستېيد اغا خان د بنسټ او کلتوري خدمتونو د ادارې له لاري مصرف سي.
په افغانستان کي د اروپايي ټولني ماموریت په یوه خبرپاڼه کي ویلي چي د دغو پیسو ۱۹.۸ میلیونه یورو به د اغان د بنسټ او د اغا خان د کلتوري خدمتونو له لاري د اقتصادي انعطاف، د ښځو اقتصادي ځواکمنیدو او په افغاسنتان کي د کاري فرصتونو رامنځ ته کیدو پر پروګرامونو ولګول سي.
په افغانستان کي د اروپايي ټولني د استازولۍ د دفتر شارژدافیري د دې تازه مرستي د اعلان پر مهال ویلي، چي میلیونونه افغانان په بې وزلۍ کي راګیر سوي ښځي په غیر متناسب ډول دا پیټی پر خپلو اوږو وړي.
د هغې په وینا، همداشان د دې مرستو د برابرولو پرمهال پر افغانستان باندي د اقلیم د بدلون د اغیزو کمیدل هم په پام کي نیول سوي او داسي ځیرکي ټکنالوژۍ معرفي سوي چي د ټولنو سره د اقلیمي ټکانونو په مهال مرسته کولای سي.