د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام وايي، اروپايي ټولني په افغانستان کي د زیانمنو کسانو د لاسنیوي لپاره ۱۷ اعشاریه ۴ ملیونه ډالره مرسته کړې ده.
په افغانستان کي د خوړو نړیوال پروګرام مرستیال ویاند ضیا الدین صافي په یوه بیان کي ویلي، دا بسپنه په یوه مهم وخت کي سوې ده او د خوړو له نړیوال پروګرام سره به مرسته وکړي چي د زیانګالو کورنیو لپاره د بېړنيو خوراکي مرستو او د میندو او کوچنيو ماشومانو لپاره د تغذیې پروګرامونه چمتو او پراخولو ته یې دوام ورکړي.
بیان زیاتوي چي د خوړو نړیوال پروګرام په پام کي لري، سږکال ژمی هره میاشت په ټول افغانستان کي له شپږ میلیونه اړو کسانو سره د خوړو مرسته وکړي.
ملګري ملتونه وايي په ۲۰۲۵م کال کي به په افغانستان کي نږدې ۲۳ ملیونه وګړي بشري مرستو ته اړتیا ولري.