اروپايي ټولني له پاکستانه غوښتي چي د افغان کډوالو د ډله‌ییز ایستلو لړۍ ودروي

د اروپايي ټولني یوه چارواکي له پاکستانه د افغان کډوالو د ډله ییز جبري ایستلو د لړۍ د درېدو غوښتنه کړې ده.
د منځني ختیځ، جنوبي، لوېدیځي او مرکزي اسیا لپاره د اروپايي کمېسیون مشر آنډریاس پاپاکونستانتینو پرون پر خپله ایکس­پاڼه لیکلي چي په افغانستان کي یې له پاکستان څخه په جبري ډول له ایستل سویو افغان کډوالو سره کتلي دي او هغوی له ګڼو ستونزو سره مخ دي.
هغه ویلي، اروپايي ټولنه د ناروې د کډوالۍ شورا په همکارۍ دغو راستنېدونکو ته اساسي مرستي برابروي.
له پاکستانه د نومبر میاشتي له لومړۍ نېټې د بې اسناده افغان کډوالو ډله ییز ایستل روان دي، ورسره له ایرانه هم د افغان کډوالو د ایستلو لړۍ ګړندۍ سوې ده.
هیواد ته راستانه سوي کسان وایي، له اکثرو څخه شتمني په پاکستاني پاته سوې یا په زور ځني ګرځول سوې او دلته له ګڼو ستونزو سره مخ دي.