اروپایي اتحادیې پر روسیه نوي بندیزونه اعلان کړل

اروپايي ټولني پر اوکراین د روسیې د بشپړ یرغل د دریمي کلیزي پر مهال پر روسیې نوي بندیزونه ولګول.
د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخي، د اروپايي اتحادیې د بهرنیو چارو وزیرانو د روسیې پر وړاندي ۱۶م پړاو اقتصادي بندیزونه تصویب کړل.
ډیپلوماتانو تیره اونۍ ویلي وه چي بندیزونه به د روسیې د المونیم واردات او نور سکټورونه په نښه کړي چي په دې کي د روسیې ۷۳ غیر قانوني بیړۍ هم شاملي دي.
ویل کیږي چي د دې بندیزونو هدف د روسیې د عایدد سرچینو محدودول او د دې هیواد د جنګي وړتیاو ضعیفه کول دي.
پر اوکراین د روسیې برید له نن څخه درې کاله وړاندي، د ۲۰۲۲ کال د فبرورۍ په ۲۴مه پیل سو.