اروپایي ټولنه وايي، زده‌کړي د افغانستان په پرمختګ کي کلیدي رول لري

په افغانستان کې د اروپایي ټولني ماموریت ویلي، زده‌کړي د دغه هیواد په پرمختګ کي کلیدي رول لري او په وینا دوی د افغانستان د ښې راتلونکي د تضمین په موخه د سلګونه ښوونځیو ملاتړ کوي.

دغه ماموریت دا څرګندوني د سه شنبه په ورځ پر خپله ایکس‌پاڼه کړي او د افغانستان لپاره یې د خپلي استازي هغه انځور خپور کړی چي په کابل کي د نجونو یوه لومړني ښوونځي ته ورغلې ده.

له څه باندي دریو کلونو راهیسي تر شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځي بند دي او د ۲۰۲۲م کال په وروستیو کي بیا د نجونو پوهنتونونه هم وتړل سوه.

د اروپایي ټولني په ګډون بېلابېلو نړیوالو سازمانونو او د ملګرو ملتونو استازو له اسلامي امارته غوښتي چي د نجونو ښوونیز او تحصیلي مرکزونه پرانېزي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *