اروپایي ټولنه وایي، د روان ۲۰۲۴ کال له پيله یې تر اوسه له افغانستان سره ۱۰۰ میلیونه یورو مرسته کړې

اروپایي ټولنه وایي، د روان ۲۰۲۴ کال له پيل راهیسي یې تر اوسه له افغانستان سره ۱۰۰ میلیونه یورو چې شاوخوا ۱۱۱ میلیونه ډالره کېږي، بشري مرسته کړې ده.
د اروپایي کمېسیون ویاند په بروکسل کي خبریالانو ته وویل، دوی دغه مرستي د خپلو همکارو موسسو په مټ وېشي، نه د کوم حکومتي چوکاټ له لاري.
اروپایي ټولنه وایي، د افغانستان سرپرست حکومت له واکمنۍ راهیسي يې په ۳۵ الوتکو کي افغانستان ته ۱۶ سوه ټنه د ژوند ژغورني توکي استولي دي.
امریکا او نورو هیوادونو هم له خپله اړخه افغانستان سره بشري مرسته کړې، خو د ملګروملتونو شمېرې لا هم په افغانستان کي د بې‌وزلۍ کچه د اندېښنې وړ بولي او ګڼ خلک هم له بې روزګارۍ او ناوړه اقتصادي حالته سرټکوي.