اروپایي کمیسیون د افغانستان لپاره د ۱۴۶ میلیون یورو په ارزښت د مرستو یو نوی پکېج اعلان کړ

د دې مرستي، چي په ښځو، کوچنیانو او زیان منونکو خلکو لکه کورنیو بې ځایه سویو، کډوالو، اقلیتونو او راستنیدونکو باندي تمرکز لري، هدف د اړینو خدمتونو پیاوړتیا او د معیشت ښه کول دی.

د نړیوالو همکاریو لپاره د اروپایي اتحادیې کمیشنري جوتا اورپیلاینین په یوه بیان کي ویلي، چي دا مرستي د افغانستان د زیاتېدونکو بشري اړتیاوو په ځواب کي کیږي، په ځانګړې ډول په داسي حال کي چي د ښځو او نجونو حقونه کمزوري سوي.

اوپلانین ټینګار وکړ چي د اروپایي اتحادیې هڅي به دا یقیني کړي چي میرمني د دغو مرستو په پلانولو او پلي کولو کي مهم رول لوبوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *