د ازبکستان رسنيو خبر ورکړی، چي دغه هيواد د لوی اختر په مناسبت د افغانستان سره د خوراکي توکو په ګډون ۱۸۳ ټنه بشري مرسته کړې ده.
د ازبکستان د مسؤلينو په وينا چي دا مرستي د دغه هيواد د ولسمشر شوکت میرضیاییف په لارښوونه ترتیب او افغانستان ته لېږل سوي دي.
د ازبکستان د رسنيو د راپور له مخي د مرستو په دغه بسته کښي ۴۸ ټنه اوړه، ۲۹ ټنه وریجي، ۲۲ ټنه بوره، ۲۰ زره لیټره غوړي، ۲ لکه پاکټه مګي آش، ۱۰ ټنه لوبیا، ۱۰ ټنه مېوهجات او ۲۰ ټنه نور خوراکي توکي شامل دي، چي په افغانستان کښي به پر خوارو او غريبو کسانو باند وويشل سي.
ازبکستان دغه مرسته پر داسي مهال کړې، چي د ملګرو ملتونو اړوندبشري سازمانونو خبر ورکړی دئ، چي په افغانستان کښي د نيم نفوس څخه زيات کسان بشري مرستو ته اړتيا لري، که بشري مرستي تر لاسه نه کړي ژوند ئې د ستونزو سره مخامخ کېږي.