د ايران تسنيم خبري اژانس خبر ورکړی، چي څو شيبې وړاندي اسرائیلو د ايران پر تبريز او شېراز ښارونو باندي حمله کړې ده.
د دغه تازه بريد د تلفاتو او زيانونو په اړه تراوسه پوري جزئيات نه دي ورکول سوي.
بايد وويل سي، چي د جمعې په سهار وختي اسرائیلي ځواکونو د ايران د تهران ښار تر بريد لاندي نيولی وو، چي د ايران لوړپوړي امنتي کسان ئې وژلي او همدارنګه د ايران نظامي اډې ئې ويشتلي وې.