تیره یکشنبه د اګسټ پر ۱۰م تاریخ د ایټالیا د جنوا په بندر کي د ایټالیا خلګو د یو لړ مظاهرو په ترڅ کي د سعودي عربستان هغه کښتۍ ودروله چي اسرائیلو ته یې وسله لیږدوله .
دا په داسي حال کي وسوه چي د ایټالیا ولسي خلګو او د جنوا بندر کارکونکو د یادي کښتۍ په اړه خبر تر لاسه کړی و ، او سمدلاسه یې د انسانیت ، بشریت او جنګ د مخنيوي تر شعارو لاندي د جنوا بندر ته نژدې د شوره ډکي مظاهرې شروع کړي وې، چي بلاخره د سعودي کښتۍ د وسلو څخه تخلیه سوه او د جنوا بندره خالي ووتله .
د یادولو وړ ده چي یاده کښتۍ د مختلفو جنګي توپونو او زرهې وسايطو څخه ډکه وه چي له تخلیې وروسته ځیني ايټالیوي فعالانو دا د خلګو د ارادې یو ستره بریا وبلل او ویې ویل چي دا دنیا ته د جنګ ضد یو لوی پیغام دی