د نړۍوالو رسنیو د راپورونو د مخي، د اسرائیلو پوځ د غزې د شمالي سیمو اوسیدونکو ته امر کړی، چي دا سیمي تخلیه کړي.
د رویټرز د راپور په اساس، د اسرائیلو پوځ د يکشنبې په ورځ د غزې د شمالي سیمو خلګو ته امر کړی، چي جنوب ته او د خان یونس د “المواصي” سیمي ته ځانونه انتقال کړئ.
د دې رسنۍ د راپور له مخي، د اسرائیلو پوځ ویلي، چي پوځي عملیات به په دغو سیمو کي زیات سي او د غزې تر لويديځ ښارونو پوري به و غځول سي.