ټایمز اسرائیل ورځپاڼې د یوه رسمي چارواکي له قوله راپور ورکړی چي د اسرائیلو امنیتي کابینې موافقه کړې، چي له مخي به ئې نړۍوالو سازمانونو ته اجازه ورکړل سي، چي د غزې تړانګي په شمال کي بشري مرستي ووېشي.
دغه پرېکړه د کابینې د ښي اړخه وزیر له سختو نیوکو سره مخ سوې ده. د اسرائیلو د مالیې وزیر بتسلئیل اسموتریچ دا اقدام یوه ستره تېروتنه بللې او خبرداری ئې ورکړی، چي دا به د ح.ماس په ګټه تمام سي.