د اسرائیلو پوځ اعلان کړی، چي د غزې په ځینو سیمو کي ئې د بشري مرستو په موخه د محدود وخت له پاره اوربند پيل کړی دئ. د اسرائیلو د پوځ په خبره چي دغه اوربند به هره ورځ د سهار له لسو بجو څخه د ماښام تر اتو بجو پوري وي.
د پوځ چارواکو ویلي، چي دا اوربند د ملګرو ملتونو او نورو نړۍوالو ادارو سره په همغږۍ تنظیم سوی او هدف ئې د مرستو کاروانونو ته د تګ اسانتیا رامنځ ته کول دي، ترڅو بشري مرستي تر زيانمونو سوو کسانو پوري ورسوي.
په خبرپاڼه کي د ياد اوربند په اړه نور معلومات نه دي ورکول سوي، چي دغه اوربند به څو ورځي دوام وکړي.
د یادونې وړ ده چي د غزې د محاصرې له امله د يادي سیمي خلګ له سختې لوږي سره مخ دي او د بشري حقونو سازمانونو د دې وضعیت په اړه اندېښنه ښودلې ده. یوازي په تیره اوونۍ کي، له اویا څخه زیات کوچنيان د لوږي له امله خپل ژوند له لاسه ورکړی وو.