اسرائیلي رسنۍ: اسرائيل غواړي غزه په بشپړ ډول ونيسي

یوې رسمي اسرائيلي رسنۍ راپور ورکړی، چي د دغه هیواد لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو پرېکړه کړې چي د غزې تړانګه به په بشپړ ډول نيسي او پوځي عملیات به په کښي تر سره کوي.
اسرائيلي رسنۍ دا هم زیاته کړې چي د اسرائیلو امنیتي ادارو په هغو سیمو کي چي یرغمل سوي اسرائیلو کسان شتون لري، د پوځي عملیاتو مخالفت کړی دئ.
د اسرائیلو د راډیو او تلوېزیون د راپور له مخي، وروسته له هغه چي د نتانیاهو د پرېکړي هغه خبرونه خپاره سول، چي غواړي غزه په بشپړ ډول ونیسي، د اسرائیلو د پوځ د لوی درستیز ایال زامیر سفر امریکا ته لغوه سوی دئ.
له دې وړاندې د اسراییلو «شبکه ۱۴» هم راپور ورکړی و چي د غزې د بشپړي نیوني وروستۍ پرېکړه به د اسرائیلو د امنیتي کابینې له خوا وسي.