د نړۍوالو راپورونو له مخي چي اسرائیل نن د غزې.په مختلفو سيمو کي درني حملې کړي دي،چي په یادو حملو کي د ښځو او ماشومانو په شمول ۱۶ تنه فلسط،ينیان وژل سوي دي.
یادي حملې د غزې. ښار پر استوګنیزو سیمو،د کډوالو پر کمپونو او د ملګرو ملتونو د ښوونځيو پر شاوخوا سوي دي، چي ګڼ شمېر کسان پکښي زخميان سوي هم دي.
دا په داسي حال کي چي د نړۍوالو له خوا پر اسرائیلو د اوربند فشارونه زیاتېږې او تازه د امریکا ولس مشر او بنیامين نتنیاهو و حما.س ته د اوربند د پلان د منلو خبردار هم ورکړی دی.