اسرائیل : د لبنان په سوېل کي یې تر سلو ډېر مختلف هدفونه په نښه کړي دي

اسرائیل وايي جنګي جټ الوتکو یې د لبنان سوېل کي د یوه وسله‌تون په ګډون د حزب‌الله غورځنګ اړوند تر سلو ډېر د توغندیو توغوونکې سیستمونه او نور ځایونه په نښه کړي دي.
د اسرائیل دفاعي ځواکونو ویلي، د دوی لخوا هدف ګرځول سوي توغندي دې ته چمتو وه چې د اسرائیل پر لور وتوغول سي.
تر اوسه لا روښانه نه ده چې په دغو بریدونو کې مرګژوبله هم اوښتې که څنګه.
د لبنان دولتي خبري اژانس وايي، اسرائیلو د دغه هېواد سوېل کې لږترلږه ۵۲ هوايي بریدونه کړي او دغه راز لبنان هم د اسرائیل شمال کې پر پوځي ځایونو بریدونه کړي دي.
تر دې مخکې د حزب‌الله غورځنګ مشر حسن نصر‌الله ویلي وو چې اسرائیل په لبنان کې د مخابراتي الاتو په چاودنو سره له ټولو سرو کرښو اوښتي دي.
هغه دا د جګړې اعلان بللی وو.
د حزب الله مشر وايي، د دې چاودنو د لاملونو په هکله پلټنه پیل سوې ده.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *