اسرائیل د لویدیځي غاړي په جینین کي عملیات پیل کړي دي

د اسرائیل پوځ ویلي، د اشغال سوي لویدیځي غاړي په جینین کي یې عملیات پیل کړي چي د دغه هیواد د صدراعظم بنیامین نتنیاهو په وینا، موخه یې په سیمه کي د ترهګرۍ له منځه وړل دي.
د فلسطین د روغتیا وزارت چي په رام الله کي میشت دی وایي، چي په غزه کي د اسرائیل او حماس تر منځ د اوربند یوازي څو ورځي وروسته په دې عملیاتو کي لږ تر لږه شپږ تنه وژل سوي دي.
پوځ او د شاباک امنیتي ادارې په یوه ګډه اعلامیه کي ویلي چي د اسرائیل د سرحدي پولیسو سره یې په ګډه په جینین کي د “اوسپنې دیوال” په نوم عملیات پیل کړي.
په دغه سیمه کي د کډوالو کمپ د فلسطیني وسله والو ډلو مرکز ګڼل کیږي.
د اسرائیل حکومت ایران تورن کړی، چي په غزه کي د حماس په ګډون په منځني ختیځ کي د اورپکو ډلو ملاتړ کوي او هڅه کوي چي په لویدیځه غاړه کي وسله والو ته وسلې او پیسې واستوي.
د جینین والي کمال ابو الروب فرانس پرس اژانس ته ویلي، چي دا عملیات د کډوالو پر کمپ برید وو.