اسرائیل د ګولان په غونډیو کي د خپلو وګړو شمیر دوه چنده کوي

اسراٸیل هوکړه کړې چي د سوریې له بیري د ګولان په لوړو کي دوه برابره زيات خپل نفوس ځاى پرځاى کړي.
د رویټرز د راپور له مخي، د اسرائیلو لومړي وزیر اعلان کړی چي؛ په سوریه کي د یاغیانو د منځلاریتوب سربېره؛ له دغه هیواد څخه ګواښونه لا هم پر خپل ځای دي.
د یادولو وړ ده، چي په ۲۰۱۹ کال کي د امریکا د هغه وخت ولسمشر ډونلډ ټرمپ د ګولان پر لوړو د اسراٸيلو د حاکمیت لپاره د امریکا ملاتړ اعلان کړ، خو دا الحاق د ډیرو هیوادونو لخوا په رسميت نه دی پېژندل سوی.
رویټرز وايي، سوریه غواړي چي اسرائیل له دې سیمې وباسي خو اسراٸيل يې د امنیتي اندېښنو له امله ردوي.
دغه خبري اژانس همداراز وايي چي د سولي بېلابېلي هڅي ناکامي سوي او نتانیاهو ویلي چي د شنبې په ورځ یې له ډونلډ ټرمپ سره په سوریه کي د امنیتي پرمختګونو په اړه خبري وکړې.
سعودي عربستان، قطر او متحده عربي اماراتو د اسراٸیلو پرېکړه غندلې او متحده عربي اماراتو چي په ٢٠٢٠ کي یې له اسراٸیلو سره خپلي اړیکي عادي کړې دا يې د«اشغال د پراخولو قصدي هڅه» بللې ده.