د اسرائيل حکومت د شنبې په ورځ پوځ ته امر وکړ چي په غزه کي عمليات ودروي.
دا پرېکړه وروسته له هغه وسوه چي د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د سولي د يو پلان وړانديز وکړ او له اسرائيله يې وغوښتل چي د بمبارۍ لړۍ بنده کړي.
راپورونه وايي چي د حماس غورځنګ د دې پلان ځيني شرطونه منلي خو لاهم د وسلو د تسليمېدو او د اسرائيلي ځواکونو د بشپړ وتلو په اړه اختلافونه موجود دي.