اسرائیل په دوحه کي د حماس مشران ویشتلي دي

د نړۍوالو رسنیو د راپورونو له مخي چي نن د سې شنبې په ورځ اسرائیل هیواد د قطر په پلازمېنه دوحه کي د حما.س مشران په نښه کړي دي.

د سرچینو په خبره چي په سیمه کي څو پرلپسې بریدونه ترسره سوي خو لا تر اوسه د یاد برید د مړو او زخمیانو دقیق حال نه دی معلوم سوی.

د حما.س مشرانو سیاسي دفتر په دوحه کي و،او له دې مخکي هم څو ځلي دوحې ته تګ راتګ کړی و،خو دا ځل د اسرائیلو له خوا په نښه سوي دي.

دیادوني وړ ده چي اسرائیل مخکي هم د حما.س مشران په دریم ګوني هیوادونو کي په نښه کړي دي، د ورته پېښو اخري مثال په ایران کي د حما.س د مشر اسماعیل…هنيه ترور یادولای سو.