د اسرايیل دفاعي ځواکونو پرون ویلي، د دوی پوځیانو د غزې تړانګي په شمال کي د حماس ډلي پر خلاف خپل عملیات پراخ کړي دي.
د اسرايیل دفاعي ځواکونو په یوه اعلامیه کي ویلي، د دوی پوځیانو په بیت لاهیا کي د تروریستي بنسټونو خلاف خپل عملیات پیل کړي دي.
د دغو ځواکونو په وینا دوی به د جبلیه په مربوطاتو کي هم خپلو عملیاتو ته دوام ورکوي او له چهارشنبې یې هلته شا و خوا ۵۰ کسان وژلي دي.
بیت لاهیا ښار د غزې تړانګي په شمال کي پروت دی، خو د جبلیه په نوم د کډوالو کمپ د غزې د جنوب په مربوطاتو کي دی.
فلسطیني سرچینو په وار-وار په دې ویجاړه سوې ساحه کي د ګڼو ملکي مرګژوبلي راپورونه ورکړي او هلته یې بشري وضعیت ناوړه بللی دی.
بل خوا د لبنان پوځ ویلي، چي د لبنان په جنوبي ښار صیدا کي د اسراییل په برید کي درې لبنانیان وژل سوي او د دې هیواد درې سرتېري ټپیان سوي دي.