اسراييل وايي که د روژي تر میاشت پورې دحماس له خوا نیول سوې اسراييليان آزاد نه کړې، په رفح کې به پوځې عملیاتو ته دوام ورکړې

د اسراييلو جګړې د کابیني وزیر بینې ګانټز ویلې چې اسراییلې ځواکونه به په رفح کې پوځې عملیاتو ته دوام ورکړې که چیرې د روژي تر مياشت پورې د حماس له خوا نیول سوې اسراييليان آزاد نه سي.

د خبرې سرچینو په وینا ، اسراییلو د غزي تړانګې په سویل رفح ښار کې د ځمکنیو عملیاتو پیل کولو لپاره د مارچ 10 نیټه ټاکلي ، چیرې چې حماس دوه اسراییليان نیولې دې. اسراییل ادعا کوې چې د فبرورۍ په ۱۲مه یې په پټو عملیاتو کې یرغمل سوې کسان وژغورل، خو حماس دا ادعا ردوې او وایې چې نيول سوې اسراييل اوس هم د دوی په توقیف کې دي.