اسراییلو غزې ته د بشري مرستو بار موټرو د ننوتلو مخه نیولې ده

په غزه کي د اوربند لومړي پړاو پای ته رسېدو سره هم‌مهاله اسراییلو دغه ښار ته له بشري مرستو بار موټرو د ننوتلو مخه نیولې ده.
که څه هم حماس د اوربند دویم پړاو ‎پیل غوښتنه لري، خو اسراییلو تېره ورځ د امریکا هغه پلان تایید کړ چي له مخي به یې، د روژې او یهودیانو جشن پرمهال څه باندي یوې میاشتي لپاره اوربند وغځېږي.
حماس بیا له مصر او قطر څخه د منځ‌ګړیتوب غوښتنه کړې ده.
حماس بیا وايي، چي د اوربند د دویم پړاو پیل ته ژمن دي او د امریکا له لوري د اوربند وړاندیز سوې طرحه یې، رد کړې ده.
د حماس یوه جګپوړي چارواکي ویلي، چي دوی به یوازي د هغه تړون د شرایطو سره سم پاته اسراییلي یرغمل سوي، خوشي کړي چي مخکي ورباندي موافقه سوې وه.
د اوربند سره سره سیمه‌ییزو روغتیایي چارواکو ویلي، چي د اسراییلو د بریدونو له امله په شمالي او سوېلي غزه کي کي څلور فلسطینیان وژل سوي دي.