که څه هم د دغو عملیاتو کره نېټه نه ده یاده سوې، خو د اسراییلو پوځ پرون وویل، دغو عملیاتو کي یې یو سوریایی وګړی چي له ایران پلوه شبکو سره یې کار کاوه، نیولی دی.
اسراییلي پوځ له تېر یوه کال راهیسي څو ځله پر سوریې هوایي بریدونه کړي، خو د اسوشېټېډ پرېس خبري اژانس د راپور له مخي، د تازه شخړو له پيله دا لومړی ځل دی چي د دغه هیواد سرتېري د سوریې خاوري ته د ننوتلو پخلی کوي.
بل خوا فلسطیني مرستندویانو، په غزې کي د اسراییلو په بمباریو کي د لږترلږه ۳۱ تنو د وژل کېدو خبر ورکړی دی.
له دې ډلي لږترلږه ۱۳ کسان د غزې په شمال کي د بیت لاهیا په فلسطیني ښارګوټي او د جبالیا د کډوالو په کمپ کي وژل سوي.
دا کمپ د یکشنبې په ورځ د اسراییلي پوځ د نوي برید اصلي هدف بلل کېږي.
یو شمېر نور کسان د خان یونس په ګډون د غزې په ښار او جنوبي سیمو کي د اسراییلو په جلاجلا بریدونو کي وژل سوي دي.