اسراییلي ځواکونو تېره شپه د غزې پر جنوب سخته بمباري کړې ده

راپورونه وایي، اسراییلي الوتکو تېره شپه د غزې پر جنوبي برخه درنه بمباري کړې ده او امکان سته چي ډېره مرګ ژوبله اوښتې وي.
دا بریدونه په داسي حال کي کیږي چي په غزه کي د سمدستي اوربند په اړه نړیوال فشارونه پر زیاتیدو دي.
اسراییلي پوځیانو د غزې جنوبي ښار رفع په نښه کړی؛ په دغه ښار کي تراوسه مځکني عملیات نه دي پيل سوي خو اسراییلو په وار وار ټینګار کړی چي مځکني عملیات به هم پیل کړي.
د اسراییلو او حماس تر منځ جګړه تېر کال د اکتوبر میاشتي راهیسي پیل سوې ده.
په غزه کي د حماس تر کنټرول لاندي د عامي روغتیا وزارت وايي، تر اوسه څه باندي ۳۲ زره کسان وژل سوي او لسګونه زره نور ټپیان سوي دي.
دا مهال کلابنده سوې غزه بېړنیو بشري مرستو اړتیا لري، امریکا او ځیني نور هیوادونه د هوا له لاري بشري مرستي فلسطینیانو ور غورځوي چي ځیني وخت په سمندر کي لويږي.