اسراییل د حماس ډلې د نوي سیاسي مشر یحیی سنوار د ختمولو ژمنه وکړه

اسراییل د حماس ډلې د نوي سیاسي مشر یحیی سنوار د ختمولو ژمنه وکړه.
ګومان کېږي سنوار به پر اسراییل د اکټوبر د اوومې د هغې حملې اصلي طراح وي چې له کبله یې په غزه کې د اسراییل او حماس ترمنځ جګړه پیل سوه او پرون یوولسمې میاشتې ته داخله سوه.
د اسراییل د پوځ مشر جنرال هرزي هالیوي ویلي چې دوی به سنوار پیدا کوي او حمله به ورباندې کوي.
هغه ویلي، له دې سره به حماس مجبوروي چې ځان ته بل مشر پیدا کړي.
د اسراییل صدراعظم بنیامین نتنیاهو پرون په یوه پوځي اډه کې د وینا پر مهال ویلي چې اسراییل د ځان دفاع ته ژمن دی.
سنوار د اسماعیل هنیه پر ځای د حماس ډلې مشر ټاکل سوی دی.
هنیه تېره اوونۍ د ایران د پلازمېنې تهران په مربوطاتو کې ووژل سو