اسراییل د سلګونو فلسطینیانو خوشي کېدل ځنډولي دي

د اسراییل د صدراعظم بنیامین نتنیاهو دفتر اعلان کړی چي د هغو سلګونو فلسطیني بندیانو خوشي کیدل تر هغو پوري ځنډیډلي چي حماس په غزه کي د کاواکه اوربند د موافقې ټول شرطونه پوره کړي.
په هغه اعلامیه کي چي دې دفترنن یکشنبه خپره کړې، ویل سوي چي اسراییل د ۶۲۰ بندیانو خوشي کیدل ترهغو پوري ځنډوي چي له سپکاوي پرته د نورو اسراییلي یرغملو خلاصون ډاډمن سي.
ټاکل سوې وه چي د اسراییل او حماس ترمنځ د سوي موافقې د لومړي پړاو په وروستۍ تبادله کي اسراییل د حماس له لوري د ۶ یرغملو د آزادیدو په بدل کي دغه فلسطیني بندیان پرون د ورځي په وروستیو کي آزاد کړي وای.
حماس د اوربند په اړه د موافقې په لومړي پړاو کي ۳۳ یرغمل خوشي کړي دي.
که څه هم دواړو لورو د سوي موافقې د دوهم پړاو پرسر خبرو ته چمتووالی ښودلی خو پیلیدل یې تراوسه ځنډیدلي دي.