اسراییل نن سهار وختي د لبنان د جنوب ځیني برخي په هوايي حملو کي په نښه کړلې

د اسوشېټېډ پرېس خبري اژانس د راپور له مخي، د اسراییل دغه اقدام، د حزب الله ډلي د احتمالي حملې مخنیوی ښوول سوی دی.

د اسراییل پوځ ویلي، وروسته له هغه چي یې پر اسراییل د حزب الله ډلي د پراخي راکټي حملې په باب اطلاعات ترلاسه کړل، دغه هوايي حملې یې وکړې.

بل لوري ته د لبنان حزب الله ډلي ادعا کړې چي د خپل یوه وژل سوي جګپوړي قوماندان فواد شکر د غچ په نیت یې د اسراییل پر لوري سلګونه توغندي او بې پېلوټه الوتکي توغولي دي.

پر لبنان تازه حملې داسي وخت کيږي چي مصر د غزې د جګړې د ختمولو لپاره د خبرو د بل پړاو کوربه دی.

داسي مهال چي په غزه کي د اوربند په اړه د خبرو لپاره د حماس ډلي د پلاوي په ګډون باصلاحیته مرکچیان په مصر کې راټول سوي دي، د اسراییلو په پرونیو پرله‌ پسې حملو کي د غزې د روغتیايي چارواکو په وینا، له دېرشو زیات فلسطینیان ووژل سول