اسراییل وایي، په غزه کي له بریا یو ګام لیري دي او اوربند به ونه کړي

د اسراییلو لومړی وزیر بنیامین نتنیاهو وایي، چي دوی په غزه کي له بریا څخه یو ګام لیري دي او هلته یې درنه بیه پرې کړې نو تر هغه وخته به اوربند ونه کړي، چي ټول یرغمل سوي کسان یې نه وي ازاد سوي.
د هغه په وینا، که څه هم پر اسراییلو د نړیوالو له خوا فشارونه زیات دي خو دوی به هیڅ کله دې فشارونو ته تسلیم نه سي او خپلي موخي ته به ځان رسوي.
ځینو رسنیو بیا داسي راپورونه ورکړي چي اسراییلو خپل ځواکونه د غزې له خان یونس سیمي څخه پر شا کړي دي.
پر همدې مهال د ایران د وسله والو ځواکونو لوی درستیز محمد حسین باقري ویلي، چي په دمشق کي به د اسراییلو له لوري د دوی پر قونسلګري د بريد غچ حتمي واخلي.
د هغه په خبره، دا برید به بې ځوابه پاته نه سي او اسرايیلو ته به داسي درس ورکړي، چي بیا به دا ډول اقدام ونه کړي.
باقري زیاته کړې، ایران د غچ اخیستلو تاریخ لري او ژر به اسراییلو ته خپل قوت وښیي او غچ به واخلي.