اسلامي امارت ته پاکستان یو ځل بیا خبرداری ورکړی چي د دغه هیواد د خلکو زغم دي نه ازمايي

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت اسلامي امارت ته خبرداری ورکړی چي د ترهګرو ډلو سره د مبارزې په اړه د اسلام اباد غوښتنه جدي وګڼي او د پاکستان د خلکو زغم دي نه ازمايي.

د دغه وزارت ویاندې ممتاز بلوچ له اسلامي امارت څخه وغوښتل چي په سرحدونو کي دي د فعالو ترهګرو پر ضد ګامونه واخلي.

بلوچ یو ځل بیا د پاکستاني چارواکو ادعا تکرار کړه او ویې ویل، افغانستان باید اجازه ورنه کړي‌ چي له خاوري څخه یې د ترهګرۍ لپاره د پاکستان او یا بل ګاونډي پر ضد کار واخیستل سي.

اسلامي امارت تل د پاکستان دا ادعاوي رد کړي او اسلام اباد ته یې ویلي چي د خپلو ناکامیو پړه دي پر افغانستان باندي نه اچوي.

د شنبې په ورځ د بلوچستان د کوټي په ښار کي په یو ځانمرګي برید کي د پاکستان لسګونه امنیتي سرتېري ووژل سول او ټپیان سول.

له دغه برید وروسته، اسلامي امارت تورن کړ چي «ترهګرو» ډلو ته یې اجازه ورکړې چي د افغانستان له خاوري څخه د پاکستان پر ضد کار واخلي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *