اسلامي امارت د افغانستان لپاره د امریکا د ځانګړي استازي ټام وېسټ وروستۍ ادعاوي رد کړي چي ګواکي په افغانستان کې درې امریکايي اتباع بندیان دي

د حکومت عمومي ویاند ذبیح‌الله مجاهد ویلي، په افغانستان کې یوازي دوه امریکايان بندیان دي، چي دوی چمتو دي امریکا کي د بندي افغانانو د تبادلې په صورت کي یې خوشي کړي.

تر دې مخکي ټام وېسټ د شنبې په ورځ په خپل ایکس‌پاڼه ليکلي وو چې امريکا هڅه کوي په افغانستان کي له بند څخه درې تنه امریکایان خوشي کړي.

ټام وېسټ یادونه کړې جورج ګزمن، محمود شاه حبیبي او ریان کوربېټ هغه درې امریکایي اتباع دي چي له طالبانو سره بندیان دي.

خو مجاهد وايي، دوی د محمود شاه حبیبي په نوم کوم زنداني نه‌ لري.

په همدې حال کي د امریکا د تحقیقاتو فدرالي ادارې د دوشنبې په ورځ اعلان کړی چي په افغانستان کي د محمود شاه حبیبي د ورکېدو په اړه معلومات غواړي.

حبیبي چي امریکايي تبعه دی، ویل کېږي د ۲۰۲۲ کال له اګست میاشتي راهیسي له کابل څخه ورک سوی دی.