اسلامي امارت د پاکستان د دفاع وزير وروستيو څرګندونو ته په غبرګون کي ویلي، چي پاکستان دي خپلي ستونزي په کور دننه حل کړي او پر دوی دي مسولیت نه اچوي

د پاکستان دفاع وزير خواجه اصف په کوټه کي تر یوه مرګوني ځانمرګي بريد وروسته ویلي، چي د افغانستان خاوره اوس هم د پاکستان پر ضد کاریږي.

د اسلامي امارت مرستیال ویاند حمدالله فطرت د خواجه محمد اصف خبرو ته په غبرګون کي ويلي، دوی چاته اجازه نه ورکوي چي د افغانستان خاوره د نورو پر ضد وکاروي.

د هغه په وینا، چي افغانستان د هیچا پر وړاندي ګواښ نه دی او د پاکستان موضوعات په دوی پوري اړه نه لري.

د شنبې په ورځ د بلوچستان په مرکز کوټه کي د اورګاډي په یوه تمځای کي د يوې چاودني له کبله د ۱۹ پاکستاني پوځيانو په ګډون شاوخوا ۳۱ کسان ووژل سول.

د دغه بريد مسووليت بلوڅ ازادۍ پوځ پر غاړه واخستی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *