اسلامي امارت: پر اسراییلو د ایران برید مشروع دفاعي اقدام وو

د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت پر اسراییلو د ایران برید د دغه هیواد مشروع دفاعي اقدام بللی دی.
د دغه وزارت ویاند عبدالقهار بلخي په یوه اعلامیه کي پر خپله ایکس پاڼه لیکلي چي د صهيونيستي رژيم د خپلو جناياتو په دوام د اپرېل په لومړۍ نېټه د ټولو ډيپلوماټيکو نورمونو او نړیوالو قوانینو پرخلاف د سوریې په پلازمېنه دمشق کي د ايران سفارت کونسلي څانګه په نښه کړه چي په ځواب کي يې د ایران اسلامي جمهوریت مشروع دفاعي اقدامات ترسره کړل.
په دغه اعلامیه کي د سیمي او نړۍ له نورو هیوادونو هم غوښتل سوي چي د اسراییلو پر وړاندي خپلي هڅي ګړندۍ کړي.
په قطر کي د طالبانو د سیاسي دفتر مشر هم پر اسراییلو د ایران د شنبې شپې توغندیز او ډرون الوتکو برید پر غزه د اسراییلو د یرغل پایله ګڼي.
د هغه په وینا، اسراییل باید پر غزه یرغل پای ته ورسوي تر څو له دې سره جګړه او د هغې عوامل هم له منځه ولاړ سي.
ایران تېره شپه پر اسراییلو د لسګونو ډرون الوتکو او توغندویو برید وکړ خو د دغه برید د زیان جزیات لا نه دي په ډاګه سوي.