اسوشتيد پريس: د ښوونځيو څخه منع سوي نجونو، مدرسو ته مخه کړې

د اسوشیتدپرس خبري آژانس راپور ورکړ، چي وروسته له هغه چي ط..البانو نجوني له ښوونځیو منع کړې، نجونو دیني مدرسو ته مخه کړې ده.
دغه خبري آژانس د پنجشنبې په ورځ، په نشر سوي راپور کي ويلي، چي د شپږم ټولګي پورته نجوني دیني مدرسو ته مخه کړې.
په راپور کي ويل سوي، چي دغه شمېر ورځ تر بلي مخ پر زياتېدو دئ.
د دغي رسنۍ یو خبریال د کابل له یوې دیني مدرسې څخه لیدنه کړې او ویلي ئې دي چي یوازي په څو محدودو مدرسو کي تر څلور زره زیاتي نجوني درس وايي.
نږدې څلور کاله کېږي چي ط..البانو د شپږم ټولګي پورته نجوني له ښوونځیو منع کړي دي او وروسته له هغه ئې پوهنتونونه هم پر نجونو تړلي دي.
دا په داسي حال کي ده، چي د ط..البانو له خوا نجوني د ښوونځيو څخه منع‌سوي خو مدرسو ته بيا اجازه ورکوي، د ټولنيزو چارو پوهان وايي، چي ط..البان په لوی لاس نه غواړي، چي نجوني دي عصري زده کړي وکړي.
هغوی وايي چي که نجونو ته د زده کړو اجازه ور نه کول سي، نو ډېر ژر به په ټولو روغتونونو کي د ښځينه ډاکټرانو پر ځای نارينه ډاکټران د ښځينه ناروغانو تشخيص کوي.