اسټرالیا له افغانستان سره د کرېکټ راتلونکو ۳ شل اوریزو لوبو لړۍ ځنډولې ده

د اسټرالیا کرېکټ بورډ پر خپلي ویب پاڼي د یوې اعلامیې په خپرولو سره د طالبانو له خوا د افغان ښځو د حقونو د نه رعایت له امله د احتجاج په توګه له افغانستان سره د کرېکټ راتلونکو ۳ شل اوریزو لوبو لړۍ ځنډولې ده.
دغه راز د اسټرالیا کرېکټ بورډ د خپلي دې اعلامیې په ترڅ کي په افغانستان کي د نورو بندیزونو تر څنګ د سپورټ په برخه کي پر ښځو محدودیتونه غندلي دي.
ټاکل سوې وه چي دا سیالۍ د افغانستان او اسټرالیا ترمنځ په راروان اګسټ کي په متحده عربي اماراتو کي د افغانستان په کوربه توب ترسره سي.