اسټرالیا لوبډلي انګلستان ته ماته ورکړه

د اسټرالیا او انګلستان کرېکټ ملي لوبډلو ترمنځ د پینځو یو ورځنیو کرېکټ سیالیو د لوبلړۍ په لومړۍ لوبه کي اسټرالیا د ټریویس هیډ د غوره توپوهني په مټ انګلستان ته د ۷ ویکټو په غټ توپیر ماته ورکړه.

ټریویس هیډ په دغه سیالۍ کي د ۲۰ څلوریزو او ۵ شپږیزو په مټ ۱۵۴ ناسوزېدلي منډي جوړي کړې او د لوبي غوره لوبغاړی وټاکل سو.

د دواړو لوبډلو ترمنځ د یادي لوبلړۍ دویمه لوبه به سبا شنبه په انګلستان کي ترسره سي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *