اسټرالیا یوځل بیا له افغانستان سره دوه اړخیزي لوبي رد کړې

د اسټرالیا د کرکټ ادارې یوځل بیا ویلي، چي په افغانستان کي د ښځو د حقونو تر تامینېدو پوري له دغه هیواد سره دوه اړخیزي لوبي نه کوي.
د اسټرالیا د کرکټ اجرایوي مشر نیک هاکلي ویلي، چي دوی د افغانستان له کرکټ بورد سره ځيني وخت پر دې موضوع ږغیږي او هیله کوي چي په راتلونکي کي بیرته لوبي پيل کړي.
اسټرالیا له ۲۰۲۲م کال راهیسي درې ځله په همدې دلایلو له افغانستان سره د کرکټ پلان سوي دوه اړخیزي لوبي لغوه کړي دي خو لوبډله یې بیا په پنځوس اوریز او شل اوریز نړیوال جام کي له افغانستان سره مخامخ سوې ده.
افغان لوبډلي په شل اوریز نړیوال جام کي چي تازه پای ته ورسېدی، اسټرالیا ته ماته ورکړه.