د افغانستان د تېر جمهوري نظام رئيس جمهور محمد اشرف غني احمدزي د بيرغ د ملي ورځي په مناسبت پر خپله اېکس پاڼه باندي ليکلي، چي ملي بيرغ د افغانانو د يوالي، اتحاد، ورورولۍ نښه ده.
هغه د بيرغ د ملي ورځي مبارکي ټولو افغانانو ته ويلي ده .
ولسمشر غني پر خپله اېکس پاڼه ليکلي:« د اسد اوومه، د ملي بیرغ ورځ دي نېکمرغه وي. ملي بیرغ د ټولو افغانانو د یووالي، خواخوږۍ او اتحاد ملي سمبول دئ».