اصف علي زرداري د ۵ کلونو لپاره د پاکستان ولسمشر وټاکل سو

د پاکستان پيپلز ګوند شريک مشر اصف علي زرداري د مارچ پر نهمه د پاکستان د ولسمشرۍ انتخابات وګټل او هغه د پاکستان لومړی ملکي شخصیت سو چي د پاکستان په تاریخ کي په دوهم ځل ولسمشر ټاکل کیږي.
د اصف علي زرداري سره سیالۍ ته د عوامي نشنل ګوند مشر محمود خان اڅکزی نوماند وو.
زرداري تر دې وړاندي په ۲۰۰۸ کال کي د پاکستان ولسمشر ټاکل سوی وو او د دا ځل ټاکل کېدو سره د پاکستان د تاریخ ۱۴م ولسمشر سو.
پاکستان مسلم لیګ (ن)، پاکستان پیپلز ګوند او نورو اتحادیانو پخوانی ولسمشر او د پیپلز ګوند شریک مشر اصف علي زرداري نوماند کړی وو خو بل لوري ته د پاکستان تحریک انصاف ملاتړ لرونکي سني اتحاد کونسل (شورا) د ولسمشرۍ انتخاباتو ته د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزی خپل نوماند ټاکلی وو.
د پاکستان د قانون له مخي ولسمشر د ریاست او وزیراعظم د حکومت مشر وي چي په دې ډول زیات واک له وزیراعظم سره وي.