افغانانو د زمري اوومه د افغانستان د ملي بيرغ ورځ لمانځي

ځینو افغان سیاسیونو، مدني فعالانو او وطنپالو ځوانانو په خواله رسنیو کي د ملي بیرغ عکسونه نشر کړي او دا یې د افغانستان ملي نښان او هویت یاد کړی.
په افغانستان کی د طالبانو واک ته په رسېدو له ټولو ادارو او لوړو څوکيو ملي بيرغ ليري او پر ځاي يې طالبانو خپل سپين بیرغ پورته کړ.
ډېرو د خواله رسنيو کاروونکو له طالبانو غوښتي، چي د افغانستان درې رنګه بيرغ د ملي بیرغ په توګه ومني
د افغانستان درې رنګه ملي بیرغ (تور، سور او زرغون) په ۱۳۰۷ کال کي د غازي امان الله خان په واکمنۍ کي د لویي جرګې له لوري تصویب سو.
تر هغه وروسته د بېلابېلو واکمنیو پر مهال لري او بیا د پخواني ولسمشر حامد کرزي په واکمنۍ کي د لویي جرګې له لوري بېرته همدا بیرغ د هېواد د ملي بیرغ په توګه ومنل سو.