افغانان د سقوط په ورځ د آی ایس آی (ISI) د مشر فیض حامد حضور په کابل کي د تاریخ یوه شرمونکې صحنه ګڼي

د اګسټ ۱۵ مه د افغانستان د اسلامي جمهوري نظام د سقوط سره سم د ط.البانو تر سترګو لاندي د پاکستان د لوړ پوړو پوځیانو استخباراتي چارواکو او سیاسیونو داسي ويډیوي د افغانستان په ملي ادارو او ځایو کي رسنیزي سولې ، چي د افغانانو په ملي ارزښتونو یې ملنډې وهلې ، چي دا کار ته ټولو افغانانو سخت غبرګونونه وښول او دا یې د افغانستان د تاریخ یوه شرمونکې صحنه وګڼله .
افغانانو له اوله پاکستان ته د خپل تاریخي دښمن په سترګه کتل خو ط.البانو پر هغه سربېره د پاکستان د استخباراتو ریس فیض حامد په شمول اکثره پاکستاني چارواکي د ځان سره کابل ته راوستل چي د افغانانو کرکه نوره هم طالب او پاکستان ته ډیره سول او دا ورځ یې د افغانستان د تاریخ یوه توره ورځ وبلل .
باید وویل سي چي ط.البانو په کابل کي د پاکستاني چارواکو د حضور په اړه لا تر اوسه هیڅ نوع وضاحت ندی ورکړی