د چمپينز ټراپي لوبو په لړ کي افغانستان کرکټ ملي لوبډلي انګلستان کرکټ ملي لوبډلي ته په اتو منډو ماته ورکړه.
په ياده لوبه کي افغانستان د اوو لوبغاړو په سوځېدو د ابراهيم ځدراڼ ۱۷۷، عظمت ۴۱ او محمد نبي او حشمت الله ۴۰- ۴۰ منډو په جوړولو انګلستان ته ۳۲۶ منډي هدف ورکړ او د انګلستان لپاره ارچر درې او لينويګسټن دوه لوبغاړي وسوځول.
انګلستان د ټولو لوبغاړو په سوځېدو د روټ ۱۲۰ منډو په جوړولو ۳۱۷ منډي جوړي کړې او د افغانستان لپاره عظمت پنځه او محمد نبي دوه لوبغاړي وسوځول.
افغان لوبډله به په يادو لوبو کي خپله بله لوبه راتلونکې جمعه له اسټراليا سره وکړي او که یې وګټل، بل پړاو ته به لاره پيداکړي.