یوشمېر ایراني رسنیو راپور ورکړی چي، په تهران کي د افغانستان سفیر فضل محمد حقاني د ایران د کورنیو چارو وزارت د بهرنیو اتباعو او کډوالو د چارو دفتر له مشر نادر یار احمدي سره کتلي او د داوطلبانه ستنېدو او په ایران کي د قانوني اقامت په ګډون یې د افغان کډوالو د ستونزو په اړه خبري کړي دي.
په راپور کي راغلي، دواړو خواو توافق کړی چي د افغانستان سفارت او د ایران د کورنیو چارو وزارت د بهرنیو اتباعو چارو اداره به یو ګډ تخصصي کمېسیون جوړ کړي.
ټاکل سوې چي دغه کمېسیون په ایران کي د افغان کډوالو د قانوني اقامت او افغانستان ته د دوی د داوطلبانه ستنېدو اړوند بنسټيز مسایل وڅېړي.
په ورته وخت کي، په ایران کي یوشمېر افغان کډوال وايي، د حکومت لهخوا د لګول سویو محدودیتونو او د کاري فرصتونو د نشتوالي له امله نهسي کولای افغانستان ته ستانه سي.